ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکې پر مسکو برید کړی

د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکې پر مسکو برید کړی

author avatar
30 Jul 2023 - 11:09
د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکې پر مسکو برید کړی
author avatar
30 Jul 2023 - 11:09

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.

د الجزیزې خبري شبکې راپور خپور کړی چې اوکرایني ډرون الوتکې تېره شپه د روسیې پر پلازمېنه مسکو برید کړی دی.

سرچینې لیکلي، د مسکو ښاروال دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې دوو اداري ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په یاد برید کې یو تن ټپي شوی او د لنډ مهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.

په ورته وخت کې اوکرایني چارواکو ویلي، ځواکونو یې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې پرمختګ کړی دی.

د یادونې ده، روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه د ولادیمیر پوتین په امر پر اوکراین پراخ برید وکړ.

Views: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.