ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سعودي د افغان حاجيانو راستنېدو بهیر پاى ته ورسېد

له سعودي د افغان حاجيانو راستنېدو بهیر پاى ته ورسېد

author avatar
2 Aug 2023 - 11:26
له سعودي د افغان حاجيانو راستنېدو بهیر پاى ته ورسېد
author avatar
2 Aug 2023 - 11:26

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): له سعودي د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ افغان حاجيانو د رالېږد بهیر، نن د نږدې ۳۰۰ افغان حاجيانو په رارسېدو سره پاى ته ورسېد.

د راپورونو له مخې، سعودي ته د افغان حاجيانو د لېږد بهير د روان کال د غويي په ۳۱مه پيل او د چنګاښ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی و؛ د حج د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د دغو حاجيانو د رالېږد بهیر د تېرې چنګاښ مياشتې په ۱۳مه پيل شوی و.

دغه حاجيان په (۸۹) الوتنو کې له پلازمينې کابل، کندهار، بلخ او هرات له هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د حج ملي کمېټې رییس مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل په هوايي ډګر کې د يادو حاجيانو تر رارسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د افغان حاجيانو وروستۍ ډله هېواد ته راورسېده په دې سره د يادو حاجيانو د راتګ لړۍ پای ته ورسېده.

هغه وویل: «له دې سره سره چې په لومړيو کې د حج پروسه کې ځينې ستونزې وې، خو دا پروسه په ډېر ښه ډول مدیریت شوه.»

حنفي زياته کړه، کېدای شي په ياده پروسه کې به څه کمۍ رامنځته شوې وي خو اسلامي امارت ژمن دی چې په راتلونکي دغه پروسه په ښه او بهتر ډول مديريت کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب په نننۍ ناسته کې راغلو حاجيانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د يادې پروسې بشپړېدل يو برياليتوب وباله او زياته يې کړه: «دا يو ډېر دروند مسووليت و، د لوی الله (ج) په فضل او زمونږ د کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې، دا پروسه په ښه ډول ترسره شوه.»

هغه وویل، په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پوره ۳۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته ولېږدول شول او په ښه ډول بېرته هیواد ته راستانه شول.

ثاقب وویل: «له دې سره سره چې سعودي موږ په رسميت نه يو پېژندلي، خو دومره همکاري او اخلاص يې وکړ چې موږ هیڅ فکر نه کاوه؛ داسې چلند يې کاوه لکه چې موږ يې په رسميت پېژندلي يو.»

له سعودي راغلي يوه حاجي الحاج ډاکټر اعجازالحق ابراهيمي هم وویل: «اسلامي امارت چې څه په وس پوره و، په هماغه اندازه يې د افغان حاجيانو خدمت وکړ، په ځينو مواردو کې ستونزې وې، خو هغه هم په سعودي کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکي په ښه ډول مديريت کولې.»

د ياد وزارت چارواکو وویل، نن ۲۹۸ حاجيان کابل ته راورسېدل، خو د حج د مراسمو پر مهال د مړو شوو حاجيانو په اړه يې جزئیات وړاندې نه کړل.

د راپورونو له مخې، سږ کال ۱۵ افغان حاجیان د بېلابېلو ناروغیو له امله په سعودي کې مړه او همالته خاورو ته سپارل شوي دي.

Views: 243

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.