ښرنه (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د پکتيکا مسوولين وایي، د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو سازمان له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه او ۲۸ نلکۍ جوړې شوې.
د ياد شوي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د عامه اړیکو مسوول شفیع الله همت پژواک خبري اژانس وویل، په برمل او ګیان ولسوالیو هرې یوې کې ۱۴ د اوبو لاسي بمبې او په برمل کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړې شوې دي.
د ده په خبره، د اوبو رسولو د شبکې او لاسي بمبو مالي ملاتړ د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو سازمان (AHF)کړی چې د فقر کچې ټيټولو د ټولنیز عمل ادارې (CAHPO)له خوا عملي شوې دي.
دی زياتوي: «په دې پروژو باندې ۱۰ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی چې ۲۸ د اوبو لاسي بمبې او د اوبو رسولو یوه شبکه په کې جوړې شوې دي.»
د هغه په وینا، د اوبو رسولو دا شبکه د برمل ولسوالۍ اړوند مرغه رغزي کلي کې جوړه شوي چې ۳۶۰ کورنیو ته د څښاک لپاره پاکې اوبه برابروي.
د مرغه رغزي کلي اوسېدونکي وایي، دوی د څښاک اوبو څاهګانې او چینې نه لري، اوس چې دا شبکه ورته جوړه شوې، نو له دې ستونزې بېغمه شوي دي.
د دې کلي یو اوسېدونکي صابر پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه له کپو موسسې نه ډېره مننه کوم چې موږ ته یې اوبه تر کوره را ورسولې.»
د صابر په خبره، د دوی په کلي کې د څښاک اوبو چینې او څاهګانې نشته، نو دوی به په ټانکرونو کې له نورو ځایونو اوبه راوړې چې ډېر مصارف به پرې کېدل.
د دې کلي یو بل اوسېدونکی عبدالسلام هم وایي، دوی د څښاک اوبه په مشکله پیدا کولې.
ده پژواک اژانس ته وویل: «موږ ته د اوبو ډېر تکلیف وو، اوس موږ ته اوبه تر کوره را ورسېدې. موږ د دې موسسې نه ډېره مننه کوو.»
دی زیاتوي، له نورو داسې خیریه بنسټونو نه هیله لري چې د دوی له پامه لوېدلیو سیمو کې د روغتیا او ښوونې په برخه کې نورې مرستې وکړي.
د یادولو ده چې پکتیکا کې څه وخت وړاندې د اوبو رسولو په پنځو شبکو د جوړلو کار پیل شو او اونۍ وړاندې د څښاک اوبو ۴۰ لاسي بمبې جوړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP