ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په لومړي ځل د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو

کندهار کې په لومړي ځل د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو

author avatar
3 Aug 2023 - 18:12
کندهار کې په لومړي ځل د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو
author avatar
3 Aug 2023 - 18:12

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۲): کندهار کې سیمه‌ییزمسوولین وایي، له کابل وروسته کندهار لومړی ولایت دی چې د احصایې او معلوماتو ریاست تر چتر لاندې په کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.

د دغه مرکز د پرانیستې پر مهال د اسان خدمت عمومي رییس جهادګل پاڅون وویل، کندهار چې نفوس یې ډېر دی نو اړتیا وه چې دلته دغه مرکز پرانیستل شي څو د خلکو د پېژندپاڼو او نورې چارې په چټکۍ ترسره شي.

د هغه په وینا، اوس مهال دوی په دغه مرکز کې ۲۶ کسان په دندو ګومارلي چې تر ډېره به د برېښنايي تذکرو د اخیستو او اصلاح، تولد کارتونو او د احصایې اړوند نورو برخو خدمات وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه: «دلته به د تذکرو او نور د احصايې اړوند کارونه په لس ورځې کې ترسره کېږي چې دا ډېره چټکه پروسه ده، اسان خدمت د احصایې او معلوماتو ادارې تر چتر لاندې خدمات وړاندې کوي او موخه یې هم دا ده څو د خلکو کارونه چټک وشي.»

د کندهار د احصایې او معلوماتو ادارې مشر مفتي محمدخان بیا وویل چې په کندهار کې د دغه مرکز جوړېدل ډېر اړین و؛ ځکه دلته نفوس ډېر دی او د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره هم یوازې دوه مرکزونه فعال دي.

د هغه په وینا، د یوه نوي مرکز منظوري یې اخیستې ده او پنځوس سلنه چارې یې هم مخې ته تللې دي چې ورسره به د برېښنايي تذکرو جوړولو په برخه کې فعالیت چټک شي.

دی وایي: «دلته نفوس ډېر زیات دی، نو موږ د داسې مرکز غوښتنه کړې وه چې دا دی فعال شو. یو بل د الکترونیکي تذکرو مرکز هم جوړیږي چې د خلکو کارونه به ژر پکې خلاصيږي.»

د کندهار اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې د اسان خدمت مرکز فعال شوی څو د دوی کارونه په ښه او چټک ډول پکې ترسره شي.

د کندهار یو اوسېدونکی ولي‌محمد په دې اړه وايي: «زه دا شل ورځې کېږي چې د تذکرو لپاره راځم خو کار مې نه کېږي، اوس چې دا مرکز فعاله شو، زما فورمې یې دستي واخیستې، نو ډېر خوشحاله یم چې زموږ کارونه ژر وشي.»

په کندهار کې پر یوه برېښنايي تذکره پنځه سوه افغانۍ اخیستل کېږي خو د اسان خدمت مرکز له لارې بیا یوه تذکره په ۷۰۰ سوه افغانۍ جوړیږي.

د مسوولینو په وینا، دوه سوه افغانۍ د دغه مرکز د خدماتو او کارکوونکو د معاشاتو لپاره اخلي.

خلک وایي، که څه هم دا پيسې ډېرې دي او پخوا پر تذکره یوازې دوه سوه افغانۍ غوښتل کېدې خو غوښتنه کوي چې باید دغه خدمات بیا ورو نه شي او خلک په میاشتو- میاشتو ونه ځنډول شي.

د کندهار اوسېدونکی عزیزالله په دې اړه وایي: «دا دوه سوه افغانۍ خو دومره نه دي چې بالا شوې دي خو زموږ غوښتنه دا ده چې د اسان خدمت فعالیت بیا داسې نه شي چې خلک په میاشتو – میاشتو ورته انتظار وي او تذکره یې نه جوړیږي.»

کندهار کې څه موده مخکې د ډېرو مراجعینو له امله د برېښنايي پېژندپاڼو د فورمو ډکولو لړۍ بنده شوې وه خو اوس په عادي ډول جریان لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.