مزارشریف (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستات اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې د دې ادارې لپاره د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د یادې ادارې له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د بلخ په حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
سرچينه وايي چې پر ياده ودانۍ ٣٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکي د اړتيا وړ اداري خونې ولري او ترڅنګ به يې سوداګر وکولاى شي په سيمه کې خپلې چارې د دې ادارې له کارکوونکو سره شريکې کړي.
Views: 89
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن