جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د خبريالانو د ملاتړ نړۍوال سازمان (CPJ) د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په ننګرهار ولايت کې دې د همېشه بهار په نوم راډيو ټلوېزيون ته د نشراتو د بېرته پيل اجازه ورکړي.
دغه رسنۍ د زمري په ۱۱مه وروسته له هغه وتړل شوه چې له دې نېټې دوه ورځې مخکې د جلالاباد ښار څلورمې امنيتي حوزې مسوولين ياد دفتر ته ورغلل او هلته يې د ژورنالېزم اړوند د يوه ورکشاپ مخه ونیوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو پژواک ته ويلي وو چې د همېشه بهار راډيو ټلوېزيون مسوول اتل خان ستانکزي باندې د يوې حقوقي قضيې له امله عريضه شوې وه خو د څو جلبونو لېږلو باوجود هم حوزې ته حاضر نه شو نو ځکه امنيتي کسان ورپسې رسنۍ ته ورغلي وو.
خو اتل خان ستانکزي رسنيو ته ويلي وو چې امنيتي کسانو يې پر دفتر بريد کړی، د ژورنالېزم يو ورکشاپ يې پرې بند کړی، همکارانو ته يې سپکې خبرې کړې او د هغه د نيولو هڅه يې کړې ده.
له دې پېښې دوه ورځې وروسته يو ځل بيا د څلورمې امنيتي حوزې مسوولين دې رسنۍ ته ورغلي او بنده کړې یې ده.
د زمري په ۱۱مه مسوولينو د دغه کار لامل په رسنيو کې يادې موضوع ته د غلط انعکاس ورکول په ګوته کړل.
خو نن د خبريالانو د ساتنې نړۍوال سازمان (CPJ) په يوې اعلاميه کې د همېشه بهار راډيو ټلوېزيون د نشراتو د بېرته پيل غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې ويلي چې په افغانستان کې دې پر رسنيو فشار راوستل نور ودرېږي.
بلخوا د همېشه بهار راډيو ټلوېزيون مسوول اتل خان ستانکزي هم پژواک ته په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دوی ته دې د نشراتو د بېرته پيل اجازه ورکړي.
دی وايي، پر همېشه بهار راډيو ټلوېزيون سربېره دوی د ځوانانو او نن په نومونو د دوو نورو راډیوګانو نشرات هم له دغه ځايه کول چې هغه هم بند شوي دي.
د معلوماتو له مخې، حکومت د همېشه بهار راډيو ټلوېزيون د نشراتو د بېرته پيل او يا هم نه پيل موضوع يوه ځانګړي کمېسيون ته سپارلې چې په نږدې ورځو کې به يې په اړه پرېکړه وشي.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن