ژبه

تازه خبرونه
له المانه پر بایسکل راغلی ګرځندوی پنجشېر ته ورسېد

پاراخ (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د «مارکو» په نوم یو الماني ګرځندوی د بایسکل په وسیله د زرګونه کیلومتره واټن په وهلو سره تېر مازدیګر پنجشېر ته ورسېد.

د پنجشېر د اطلاعات او کلتور رییس نصرالله ملک‌زاده د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې مارکو د بایسکل په وسیله له المانه له څو هېوادونو تر تېرېدو وروسته هرات او له هغه ځایه پنجشېر ته راغلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ګرځندوی د پنجشېر د په زړه‌پورو او تفریحي ځایونو لیدلو لپاره دغه ولایت ته تللی او ټاکل شوې د هېواد نورو ولایتونو ته هم ولاړ شي.

ملک‌زاده وایي، دغه ګرځندوی د پنجشېر امنیتي وضعیت په اړه د بهرنیو رسنیو تبلیغات مغرضانه بللي او ویلي یې دي چې د پنجشېر وضعیت هغه نه دی چې ځینې رسنۍ یې په اړه خپروي؛ ځکه د یاد ولایت اوسېدونکي په ښه امنیتي وضعیت کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تېره ورځ لس پولنډي ګرځندویان هم پنجشېر ته تللي وو.