[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د ملي اقتصادي مشورتي بورډ جوړېدو طرحه تایید کړه.
له ارګه د زمري په ۱۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو طرحه د اقتصادي کمېسیون د غړو وزارتونو د نظرونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ به د اړتیا پر وخت د مهمو اقتصادي موضوعاتو په اړه حکومت ته اړینې مشورې ورکوي.
په دغه بورډ کې به د افغانستان د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي مسایلو متخصصین او دغه راز د سوداګرو او صنعتکارانو استازي غړيتوب ولري.
د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو او د کابل له ښاروالۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې له شرعي اصولو سره سم د چرګانو حلالولو لپاره لارښود جوړ کړي او بیا یې د استفتاء لپاره مرکزي دارالافتاء ته وړاندې کړي.
د سرچینې په وینا، د علومو اکاډمي ته لارښوونه وشوه چې له منظورۍ وروسته یاد لارښود په ټولو ولایتونو کې د چرګانو د ذبحې شرکتونو ته ابلاغ کړي او د مستهلکینو د حمایت کمېټه دې د یاد لارښود د تطبیق بهیر دوامدار وڅاري.
همدارنګه په یاده نوبتي غونډه کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د مشارکتي تړونونو دوه پروژې په پرنسیپ کې منظور شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور او د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده وسپارل شوه چې یاد تړونونه له شرعي اړخه وڅېړي او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.
د غونډې په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد له وزارتونو ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو له ځنګلونو نورو ولایتونو ته د سون وړ وچو لرګیو د انتقال له پروسې د لیدنې په موخه سیمې ته سفر وکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP