ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا څه باندې اووه زره پېښې ثبت شوې دي

کونړ کې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا څه باندې اووه زره پېښې ثبت شوې دي

author avatar
6 Aug 2023 - 16:25
کونړ کې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا څه باندې اووه زره پېښې ثبت شوې دي
author avatar
6 Aug 2023 - 16:25

اسعداباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملاریا کنټرول ولایتي مسوول ډاکټر ظاهرشاه ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هوا ګرمه وي؛ د ملاریا پېښې د کال نورو وختونو په نسبت زیاتې ثبتېږي.

هغه وویل، موسمي اورښتونه، د رطوبت زیاتېدل، د پشه‌خانو نه کارول په کونړ کې د ملاریا پېښو زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

نوموړی وايي: «د تېر کال لومړیو څلورو میاشتو کې کله چې هوا ګرمه وه، ۵۱۸۱ د ملاریا مثبتې پېښې رامنځته شوې وې، خو د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې بیا ۷۳۲۸ مثبتې پېښې رامنځته شوې دي چې د تېر کال په نسبت پکې ۲۰۰۰ پېښې زیاتې دي.»

ظاهر زیاته کړه، تېر کال يې په ټول ولایت کې د ملاریا، لشمانیا او نورو ناروغیو د مخنیوي په موخه څه باندې ۳۰۰۰ پشه‌خانې وېشلې دي.

هغه وايي، خلکو ته يې د ملاریا ناروغۍ د کنټرول په موخه پوهاوی کړی خو په وینا يې، د دوی لارښوونې عملي شوې نه دي نو ځکه د ملاریا پېښې زیاتې شوې دي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ګرمۍ په موسم کې خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي.

بلخوا د دغه ولایت یو شمېر اوسيدونکي له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې دوی ته د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي او کافي اندازه پشه‌خانې ورکړي.

د کونړ مرکز اسعداباد یو اوسېدونکی حشمت‌الله ژمن وايي: «زموږ په کور کې همدا اوس دوه کسه په ملاریا اخته دي، حکومت موږ ته پشه‌خانې نه دي راکړي، زموږ وس نه کېږي چې پشه‌خانې په بازار کې راونیسو.»

د مرورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالبصیر بیا وایي، د کونړ نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو حکومت دوی ته د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د تر سره شوې سرشمېرنې له مخې روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

هغه وايي، د کونړ نفوس دې معلوم شي او پر همدې اساس دې روغتيايي خدمات برابر شي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.