ګردېز (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز، زرمت، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې نن د یوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
هغوی وايي، د دې پروژې چارې به د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړې شي او له امله به يې تر ډېره د باراني اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعید پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دې پروژې لګښت د ناروې کمېټې له خوا ورکول کېږي او شاوخوا ۹زرو کسانو ته به د کار زمینه پکې برابره شي.»
سعید وايي، د چکډیمونو په جوړېدو سره نه یوازې د سېلابونو مخه نیول کېږي، بلکې تر ځمکې لاندې اوبو په ډېرېدو کې هم رول لوبوي.
د سیمې خلک له دې اقدامه خوښ دي خو د دغه ډول پروژو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی عارفالله وايي، دوی ډېر خوښ دي چې هم يې په سیمه کې د سېلابونو خطر کمېږي او هم ورته د کار زمینه برابریږي.
هغه وايي، حکومت دې دا ډول پروژې په نورو ولسوالیو کې هم عملي کړي څو له یوې خوا خلکو ته د اوږدې مودې لپاره د کار زمینه برابره شي او له بلخوا د وچکالۍ او سېلابونو خطرونه کم شي.
Views: 172
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن