Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دایکنډي دوو ولسوالیو کې د اوبو رسونې د شپږو پروژو چارې پیل شوې

نیلي (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د دایکنډي په سنګتخت‌وبندر او کیتي ولسوالیو کې د څه باندې ۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبورسونې او د چینو تحکیماتو د څو پروژو کارونه پیل شول.

د هوساینې موسسې مسوول انجنیر خداداد ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ کې د اوبو رسونې درې پروژې او د ۱۰ چینو تحکیمات او په همدې شمېر پروژې په کیټي ولسوالۍ کې تطبیقوي.

هغه زیاته کړه چې په دغو دوو ولسوالیو کې د یادو پروژو ټول لګښت څه د پاسه ۳۴ میلیونه افغانۍ دی.

هغه وویل چې په دغو پروژو کې به ۵ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دوه ورځې مخکې سنګتخت‌وبندر ولسوالۍ کې د یادو پروژو کارونه د ځایي چارواکو او خلکو په حضور کې پیل شول.

په ورته وخت کې د دایکنډي د سنګتخت‌وبندر ولسوال ولي محمدصادق وویل چې دې ولسوالۍ کې امنیت تامین دی او د پروژو د تطبیق ښه زمینه برابره ده.

 هغه وویل، اسلامي امارت ژمن دی چې پرمختایي برخې ته پاملرنه او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړه، سنګتخت‌وبندر یوه لرې ولسوالۍ ده چې تر اوسه په کې د بیارغونې ډېرې پروژې نه دي پلې شوي، نو له دې کبله دوی هڅه کوي چې د مرکزي حکومت او موسساتو توجه دې ولسوالۍ ته راوړوي.

په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو یو شمېر خلک وایي، دوی د اوبو کمښت له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هیله ده چې د دغو پروژو په تطبیق سره دا ستونزې حل شي.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله وویل: «ډېره یوه ښه پروژه ده، ځکه چې زموږ ډېر لوی کلی دی د څښاک پاکو اوبو ستونزې مو لرلې، په ژمي کې به مو اوبه په مرکب راوړلې.»

هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې په تطبیق سره به د دوی لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.