ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د کانګو ناروغۍ له امله درې کسان مړه شوي

بغلان کې د کانګو ناروغۍ له امله درې کسان مړه شوي

author avatar
9 Aug 2023 - 11:13
بغلان کې د کانګو ناروغۍ له امله درې کسان مړه شوي
author avatar
9 Aug 2023 - 11:13

پلخمري (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، د روان کال له پيله په دغه ولايت کې اته کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې درې کسان مړه شوي دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي معلوماتو څانګې مسوول ډاکټر شریف عبیدي نن (زمري ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د کانګو ۳۰ شکمنې پېښې ثبت شوي دي.

هغه وايي، له يادو ٣٠ کسانو څخه اته تنه پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو چې له ډلې يې د يوې ښځې په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

هغه زياتوي: «دغه کسان ځکه مړه شوي چې ناوخته روغتون راوړل شوي وو، خونريزي يې ډېره وه، که پر وخت راوړل شوي واى شايد نه واى مړه شوي.»

نوموړى که څه هم وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ پېښې کمې شوې دي خو له خلکو غواړي چې هر وخت ځانونه له ساري ناروغيو خوندي وساتي.

دغه راز د بغلان يوه اوسېدونکي محمد خان پژواک ته وويل، څه موده وړاندې پلار يې د کانګو ناورغۍ له امله مړ شوى دى.

هغه وايي: «پلار مې یوه شپه تبه او زړه بدوالى درلود، فکر مې کاوه چې خواړه به پرې بد لګېدلي وي، سهار یې له استفراغ سره له خولې وینه هم راغله، کندوز ته مې ویوړ ډاکټرانو ویل وینه یې کمه ده، وینه یې ورکړه خو حالت یې شېبه په شېبه خرابېده بیا مې کابل ته ویوړ، کابل کې چې کله وفات شو بیا ډاکټرانو راته وویل چې پلار دې کانګو ناروغي درلوده.»

د روغتیایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، کانګو يوه ساري ناروغي ده چې له څارویو د یوې کنې په واسطه انسان ته انتقاليږي او که چيرې پر وخت يې درملنه ونه شي، د انسان د مرګ لامل ګرځي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو مياشتو کې په ټول هېواد کې ٦٦٨ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې يې ٦٧ کسان مړه شوي دي.

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.