[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندر کې د کډوالو یوې کښتې ډوبېدو پېښه کې شپږ افغانان مړه شوي دي.
د فرانسې اژانس (ایاېفپي) خبر ورکړی چې دا پېښه د شنبې ورځې (د زمري ۲۱مه) وختي دوه بجې شوې او کښتۍ د فرانسې شمالي ساحل لوري ته ډوبه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د فرانسې او بریتانیا ترمنځ سمندر کې یوې بلې کښتۍ ساحلي ګارډ ته خبر ورکړی چې په اوبو کې یې یوه کښتۍ د ډوبیدو په حال کې ولیده.
ځایي سرچینو ویلي، په دې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰ کسان سپاره وو چې ډېری یې افغانان او څو د سوډان اوسېدونکي وو.
د فرانسې پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي چې ټول افغانان دي او شاوخوا تر ۳۰ کاله یې عمرونه درلودل.
د فرانسې او برتانیا ساحلي ګارډ په دې پیښه کې ۶۱ کسانو له ډوبیدو ژغورلي او ویل کېږي چې نږدې ټول افغانان او یوازې څو یې د سوډان وکړي دي.
پولیسو ویلي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې سپاره ډېر کسان له اتلس کلنو پورته دي خو یو څو پکې کم عمره ماشومان دي چې د عمرونو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د فرانسې صدراعظمې الزابیت بورني پر دې پېښه د خپګان څرګندولو ترڅنګ د ژغورونکو هلې ځلې ستایلې خو ترڅنګ یې دا هم ویلي چې دا ډول پېښې کډوال نه بېزړه کوي چې په دې خطرناکو سفرونو ولاړ شي.
هغې لیکلي: «ډېره سخته ده، هغوی انسانان دي، داسې نورې ډېرې غمیزې به وشي؛ کډوال هر ډول خطر مني او دا به هیڅکله بند نه شي.»
د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۸ کال راهیسې له فرانسې څه باندې سل زره کډوالو په وړو کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.
بریتانیا د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې ژمنه وکړه چې هر کال به فرانسې ته میلونونه یورو په دې خاطر ورکوي چې د دغو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي او له هماغې نېټې راهیسې فرانسوي پولیسو او ساحلي ګارډ د کډوالو د تګ مخنیوي لپاره ګزمې پیل کړې دي.
خو دا چې په سمندر کې هوا یو څه ښه شوې، په دې تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا د کښتیو تګ راتګ ډېر شوی.
چارواکي وایي چې د همدې تېرې پنجشنبې په ورځ هم ۱۱۶ کډوال چې په درېیو وړو کښتیو کې سپاره وو، له ډوبېدو ژغورل شوي خو معلومه نه ده چې د کومو هېوادونو اوسېدونکي وو.
د برېتانیا کورنیو چارو وزارت وایي، ۹۴ په سلو کې مهاجرین چې په تېرو څلورو کلونو کې له دې لارې راغلي، د پناه غوښتنه یې کړې او هغوي چې د پناه غوښتنې ځواب یې ورکړل شوی، ډېرو ته یې مثبت ځواب راغلی.
یادونه: په دې خبر کې د بيبيسي او امریکا غږ له راپورونو استفاده شوې ده.
[/restrict]
Views: 119
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن