[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان په ساحلي بندر ګوادر کې د چینایي انجنیرانو پر کاروان برید شوی خو سرچینې وايي چې چینایانو ته زیان نه دی اوښتی خو ځوابي برید کې دوه بریدګر وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې شوې ده.
سرچینو زیاته کړې، هلته د چینایي انجنیرانو موټرو پر یوه کاروان چې د پوځ له خوا یې امنیت ټینګ شوی و، برید شوی خو هغوی ته زیان نه دی اوښتی.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرو برید ناکام شوی او په ځوابي برید کې دوه بریدګر وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو په کراچۍ کې د چین قونسلګرۍ یوې خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې په دغه برید کې د دوی وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتي.
چین له پاکستانه غوښتي چې د وګړو امنیت یې خوندي کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې په سیند او بلوچستان کې پر چینایي انجنیرانو بریدونه شوي او مرګژوبله ورته اوښتې ده.
ګوادر بندر د چین - پاکستان د اقتصادي دهليز "سیپیک" پروژې یوه برخه ده چې د چین په مالي لګښت رغول شوی او هلته اوس هم په ګڼ شمېر پروژو کې چینایي انجنیران کار کوي.
بلخوا د دغه برید مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې څلور چینایي انجنیران او پنځه د پوځ سرتېري وژلي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP