کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د ۳۷ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار – کابل لویې لارې اړوند سړک پخولو چارې پیل شوې.
په سویلي حوزه کې د ټولګټو چارو وزارت د ساختماني چارو امر انجنیر شیرحسن خوشيوال د دغه سړک د پخولو چارو د پيل پر مهال وویل هڅه کېږي چې د دغه سړک د پخولو چارې تر راتلونکي ژمې بشپړې شي.
د هغه په خبره، دغه سړک چې ۳۷ کیلومتره دی د ۴۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت په خپله بودجه جوړیږي.
ډېری خلک شکایت کوي چې د کابل – کندهار سړک د لویو باروړونکو موټرو له ډېر بار څخه خرابیږي چې باید چارواکي ورته پاملرنه ډېره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP