منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار له دامان د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د سړک پخولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د ۳۷ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار – کابل لویې لارې اړوند سړک پخولو چارې پیل شوې.

په سویلي حوزه کې د ټولګټو چارو وزارت د ساختماني چارو امر انجنیر شیرحسن خوشيوال د دغه سړک د پخولو چارو د پيل پر مهال وویل هڅه کېږي چې د دغه سړک د پخولو چارې تر راتلونکي ژمې بشپړې شي.

د هغه په خبره، دغه سړک چې ۳۷ کیلومتره دی د ۴۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت په خپله بودجه جوړیږي.

ډېری خلک شکایت کوي چې د کابل – کندهار سړک د لویو باروړونکو موټرو له ډېر بار څخه خرابیږي چې باید چارواکي ورته پاملرنه ډېره کړي.

خو د کندهار د ټولګټو چارو ریاست مرستیال قاري احمد محمدي وایي، دوی د لویو بار وړونکو موټرو وزن کنټرولوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې تر اندازې زیات بار ولېږدوي.

د دغه لارې موټر چلوونکي هم خوښ دي چې دغه سړک په پاخه او اساسي ډول رغول کیږي خو غوښتنه کوي چې د کندهار – کابل سړک په اوږدو کې باید د دې سړک د جوړېدو چارې چټکي شي.

یو تن موټر چلوونکی عبدالجبار په دې اړه وایي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې دغه سړک پخیږي، موږ ته به لار ډېره لنډه شي اوس چې لس ساعته مزل کوو هغه به تر نیمايي هم ډېر راکم شي، نو دا ډېر یو لوی کار دی.»

د دامان ولسوالۍ د مانجې د کلي یو تن اوسېدونکی عبدالله په دې اړه وایي: «دغه سړک خو ډېر مشکلات پېښ کړي دي، ټکرونه هم کیږي او موږ په ډېر مشکل تر ښاره رسیږو نو چې پوخ شي زموږ لپاره ډېره هوسايي ده.»

په سویل کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو مسوولین وایي، دا مهال په کندهار کې د دغه وزارت اړوند د سړک جوړونې د شپږو لویو پروژو چارې روانې دي چې په پشپړېدو سره به یې نه یوازې د کندهار بلکې د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته هم اسانتیاوې رامنځ ته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه