ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنبش: د افغانستان په اړه د میډیا له لارې چې څه اورو، د هېواد د دښمنانو تبلیغات دي

جنبش: د افغانستان په اړه د میډیا له لارې چې څه اورو، د هېواد د دښمنانو تبلیغات دي

author avatar
21 Aug 2023 - 21:56
جنبش: د افغانستان په اړه د میډیا له لارې چې څه اورو، د هېواد د دښمنانو تبلیغات دي
author avatar
21 Aug 2023 - 21:56

مزارشریف (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مقام وایي چې ژورنالېست داوود جنبش د بلخ له والي یوسف وفا سره په لیدنه کې ویلي، کوم څه چې د افغانستان په اړه په میډیا کې ویني او اوري، د دښمن تبلیغات دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ والي یوسف وفا د بي‌بي‌سي نړۍوال راډیو ټلوېزیون له یو شمېر خبریالانو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، د داوود جنبش په ګډون یادو خبریالانو د افغانستان ګڼو ولایتونو ته له سفر وروسته بلخ ولایت ته راغلل و د قوشتیپې له کاناله یې هم لیدنه وکړه.

سرچینه کاږي، د خبریالانو په استازولۍ محمد داوود جنبش د سرپرست حکومت کړنې وستایلې او ویې ویل: «موږ ټول سره وروڼه یو، د هېواد د پرمختګ او ځان‌بساینې لپاره ټول مسوولیت لرو او په ګډه د دغه هېواد د ترقۍ ور پرانیزو.»

جنبش زیاته کړه: «هغه څه چې موږ د میډیا له لارې اورو دا ټول د هېواد د دښمنانو تبلیغاتي سیاست دی او دا ډېره لویه لاسته‌راوړنه ده چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی.»

هغه دغه راز وویل: «افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی، باید ټول په ګډه د کلتور، عنعناتو او افغاني او اسلامي ارزښتونو دودولو برخه کې مثبت بدلون راولو، څو زموږ هېوادوال په هیڅ کومه برخه کې شاتګ ونه کړي.»

خو د  ولایت مقام له اعلامیې وروسته داوود جنبش په ایکس (ټویټر) کې لیکلي: «له بي‌بي‌سي او یا بلې کومې رسنۍ سره کار نه کوم او د هېواد د سیاسي حالاتو په اړه د رسنیو یا نارسنیو پر ونډه هم نه غږېږم/ نه یم غږېدلی. په افغانستان کې زما کتنې بېخي ناسیاسي او یوازې د معلوماتو ټولولو او ځان پوهولو لپاره دي.»

د بلخ والي محمدیوسف وفا یادو خبریالانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، دمګړۍ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی، هدفي وژنې، غلاوې، زورواکي، فساد او نشه‌یي توکي صفر ته راټیت شوي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ هغه څه دي چې د نظام او ولس ترمنځ واټن کموي، د رسنیو، په ځانګړې توګه د خبریالانو ډېر دروند او لوی مسوولیت دی چې د افغانستان روان وضعیت په سمه توګه وڅېړي او نړۍوالو ته یې رښتینی انځور ورسوي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې مخکې د سرپرست حکومت مشرانو په هېواد کې د بي‌بي‌سي او یو شمېر نورو نړۍوالو رسنیو خپرونې بندې کړې دي.

Views: 2361

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.