کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه افغان کډوال د پاکستان کراچۍ د پولیسو له بنده ازاد شول.
کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري په اېکسپاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، یاد کسان تېره ورځ (سهشنبه) په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ په هڅو د پولیسو له حوزې خوشي شوي او خپلو خپلوانو سره یو ځای شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغو افغانانو چې غوښتل یې د حب چوکی له لارې کراچۍ ته لاړ شي، د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم نیول شوي وو چې د جنرال قونسلګرۍ پر وخت اقدام سره د پاکستان پولیسو له بنده خوشي شول.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۲۰مه هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ افغان کډوال د پاکستان د کراچۍ پولیسو له بند څخه ازاد شوي وو.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن