ژبه

هندي کشمیر کې د بس چپه کېدو پېښه؛ ۱۴ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د جمو او کشمیر په اودهامپور ولسوالۍ کې د یوه بس چپه کېدو له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې دا پېښه نن د جمو او کشمیر په اودهامپور ولسوالۍ کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه زیاتوي، دغه بس له رام‌نګر څخه اودهامپور ته روان و چې یوې درې ته لوېدلی او له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">چارواکو ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د مړو د لېږدولو هڅې هم روانې دي.</p>

ورته موضوع