Language

پنجشېر کې یوه نوې لرغونې سیمه وپېژندل شوه

پاراخ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ وریاج دره کې د پستې په نوم د یوې نوې لرغونې سیمې د پېژندنې خبر ورکوي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست لومړنۍ څېړنې ښیي چې د دغې لرغونې سیمې مخینه تر اسلام وړاندې زرګونو کلونو ته رسېږي.

نوموړي وویل چې څلور زره کاله مخکې په دې سیمه کې بودایانو ژوند کاوه.

ملکزاده وایي: «لا ډېرې څېړنې ته اړتیا ده چې د دې سیمې د لیدنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته یوه ډله لرغون پوهان راوغوښتل شي او سیمه دې له نږدې و ارزوي.»

login or register a new account.