ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۳۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته ګرځول شوي

۳۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته ګرځول شوي

author avatar
23 Aug 2023 - 18:58
۳۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته ګرځول شوي
author avatar
23 Aug 2023 - 18:58

فراه (پژواک، د وږی لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځایي چارواکي وایي، د فراه شیخ ابونصر فراهي له بندره یې په درېیو ورځو کې ۳۴ ټانکره بې‌کیفیته تيل بېرته ایران ته ګرځولي دي.

د فراه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون وایي چې نن نهه ټانکره، تېره ورځ ۱۸ ټانکره او وړمه ورځ اووه ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، له یاد بندر څخه په یوه میاشت کې ټول ۱۴۹ ټانکره بې‌کیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي.

له دې مخکې د هرات ولایت د اسلام‌کلا او نیمروز ولایت له بندرنو هم ډېر شمېر بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.