فراه (پژواک، د وږی لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځایي چارواکي وایي، د فراه شیخ ابونصر فراهي له بندره یې په درېیو ورځو کې ۳۴ ټانکره بېکیفیته تيل بېرته ایران ته ګرځولي دي.
د فراه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون وایي چې نن نهه ټانکره، تېره ورځ ۱۸ ټانکره او وړمه ورځ اووه ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، له یاد بندر څخه په یوه میاشت کې ټول ۱۴۹ ټانکره بېکیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي.
له دې مخکې د هرات ولایت د اسلامکلا او نیمروز ولایت له بندرنو هم ډېر شمېر بېکیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
پژواک خبري اژانس د روان کال په وري میاشتې کې یو راپور خپور کړ چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۷۶ ټانکره بېکیفیته تېل له افغانستانه ایران ته ګرځول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د بېکیفیته تېلو له شتون څخه د ځینو خلکو د شکایتونو خبرونه خپاره شوي، خو د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې د هر ډول بېکیفیته توکو د وارداتو مخنیوي لپاره پیاوړی هوډ لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










