کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): افغان او ازبک چارواکي، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګریزو او ترانزيټي برخو کې د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف او مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ستانکزي په دې لیدنه کې ویلي چې د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخو کې د اسانتیا په موخه اړينه ده د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ يو داسې هر اړخيز ميکانيزم جوړ شي چې امنيتي وضعیت ته په پام سره په سوداګریزه او ترانزيټي برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ایرګاشف ویلي چې د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ غني کولو په موخه، د وړ ځای جوړول پيل کړي چې دا مهال کار پرې کېږي.
هغه د یاد ځای جوړولو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې، ایرګاشف ویلي چې هېواد یې افغان سوداګرو ته د ويزو ورکولو او اسانتياوو برابرولو په برخو کې د يوه منظم ميکانیزم پر جوړولو کار کوي.
هغه زیاته کړې: «موږ يوازې تېر کال تر ۶۰۰۰ ټنه تجارتي اموال د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول چې په تېرو وختونو کې دغه لېږد ناشونی ګڼل کېده.»
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده نن له ایرګاشف او د ازبکستان د ترانسپورټ له وزير الهام محکموف سره ننګرهار ته سفر کړی.
د ترانسپورټ وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو د ننګرهار د تورخم او نورو برخو له ترانسپورټي او ترانزیټي چارو لیدنه او ارزونه کړې او د ترانزيټ او ترانسپورټ برخو کې یې پر دوه اړخیزو همکاريو خبرې کړې دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن