کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۵ نور افغانان چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، ازاد شول.
دغه وزارت نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې خوشي شوي یاد ۲۵ افغانان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د تورخم د سرحدي امر له قوله لیکلي چې یاد شمېر افغانانو د پاکستان په زندانونو کې له یوې تر شپږو میاشتو بند تېر کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې یاد کسان د کډوالو په اداره کې له ثبت وروسته د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته معرفي شول.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه هم د پاکستان د کراچۍ له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ افغان کډوال خوشي شوي وو.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن