تالقان (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د تخار پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د تالقان ښار په «بولک ورته بز» سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې یو سوداګر ورکوي.
د تخار د پوهنې رییس مولوي حزبالله مبشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د تالقان ښار په بولک ورته بز سیمه کې یوازې دوه ښوونځي وو چې د هلکانو ښوونځي ودانۍ درلوده خو د نجونو ښوونځي سره له دې چې دوهنیم جریب ځمکه یې هم درلوده، ودانۍ نه لرله.
هغه وویل، ډېر زدهکوونکي له ستونزو سره مخ وو او ځیني مهال به یې په ازاده فضا کې زدهکړې کولې، خو اوس د یوه سوداګر په مالي مرسته دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د تخار د پوهنې رییس وویل: «د دغه ښوونځي د ودانۍ په بشپړېدو سره چې په دوو پوړونو کې جوړېږي، د ځایي اوسېدونکو اندېښې لرې شي او ترڅنګ به یې ۳۰۰۰ نجونې او هلکان له معیاري ودانۍ برخهمن شي.»
دی وايي، د اوس لپاره د سیمې د یوه سوداګر له لوري چې له هېواده بهر ژوند کوي – د نجونو ښوونځي د انګړ دېوال جوړولو لپاره لس زره امریکايي ډالر په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې چي د ودانۍ جوړولو چارې یې وروسته پیل شي.
په همدې حال کې د دغه ښوونځي مالي ملاتړکوونکی حاجي امامیار وايي، د درس ویلو لپاره د مناسب چاپېریال نه شتون او د نجونو او هلکانو د ګډو ټولګیو په تړاو د زدهکوونکو د ستونزو په پام نیولو سره یې پرېکړه وکړه څو لومړی د ښوونځي د انګړ دېوال جوړ او وروسته یې د ودانۍ چارې پیل کړي.
هغه زیاتوي چې د اوس لپاره یې له خپلې شخصي بودجې د یاد ښوودنځي د انګړ دېوال جوړولو لپاه لس زره امریکايي ډالر په پام کې نیولي دي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د ښوونځي د دېوال له جوړېدو وروسته به د ودانۍ جوړولو چارې هم پیل شي.
په همدې حال کې، یو شمېر ځايي اوسېدونکي په دې سیمه کې د یاد سوداګر له لوري د نجونو ښوونځي ودانۍ جوړولو له اقدامه هرکلی کوي او وايي چې له دې مخکې د زدهکوونکو لپاره معیاري ځای نه وو او له ستونزو سره مخ وو.
ځايي اوسېدونکی محمدنوروز وايي: «زموږ سیمه کې یوازې یوه د نجونو لېسه وه چې د هغې ودانۍ هم د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده؛ نجونو او هلکانو به ګډ درس وایه، ډېرو کورنیو به له دې امله خپلو لوڼو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکوله، خو اوس چې دغه اقدام شوی، موږ خوښ یو چې د لوڼو لپاره مو د درس معیاري او ځانګړی ځای جوړیږي.»
یو زدهکوونکی محمداکرم وايي، په دې سیمه کې زدهکوونکو د مناسب ځای نشتوالي له امله ګډ درس وایه او په څلورو ټایمونو کې به درسونو ته راتلل.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار د پوهنې ریاست مسوولینو په خبره، په دغه ولایت کې له شاوخوا ۷۰۰ ښوونځیو، نیمایي یې ودانۍ نه لري چې ډېری زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې درس وايي او د دغو ستونزو هواري په موخه د هېواد د پوهنې وزارت د رهبرۍ هڅې روانې دي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن