کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي، د هاکي ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړه او سبا به خپله لومړۍ لوبه له قزاقستان سره وکړي.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله ټوېټر (X) پاڼه لیکلي، د هاکي لس کسیزه ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان هېواد ته ولاړه.
سرچینه وایي چې دغه سیالۍ د عمان هېواد به کوربهتوب ترسره کېږي.
المپیک ملي کېټې ویلي، افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا له قزاقستان سره وکړي.
یادې کمېټې زیاته کړې ده چې په دغو سیالیو کې له افغانستان سره په ګروپ کې قزاقستان، هانګ کانګ، ایران او اندونیزیا هېوادونو لوبډلې شاملې دي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن