ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي بانک سبا ۱۳ میلیون ډالر لیلاموي

مرکزي بانک سبا ۱۳ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
2 Sep 2023 - 17:22
مرکزي بانک سبا ۱۳ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
2 Sep 2023 - 17:22

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یک‌شنبه) ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن شنبه پر اېکس‌پاڼه پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

یاد بانک زیاته کړې: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټوونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.»

مرکزي بانک په داسې حال کې دا پیسې د لیلام په ډول پلوري چې په وروستیو ورځو کې د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې ټیټ شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.