کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): افغان ملي لوبډله د اسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا د بنګلهدېش پر وړاندې ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین په ۰۱:۳۰ دقیقې پیلېږي.
د اسیا جام سیالۍ د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۰مه پیل شوې او د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام لري.
د کرکټ د اسیایي شورا د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو څلور لوبې په پاکستان او پاتې نور یې په سریلانکا کې ترسره کېږي.
دغه راز د کرکټ اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لوبه د پاکستان لاهور ښار کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې پاکستان، هند او نیپال په الف ګروپ، افغانستان بنګلهدېش او سریلانکا په ب ګروپ کې دي.
د یادونې ده، د افغانستان دویمه لوبه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ له سريلانکا سره د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي.