Language

د کانکور ازموینې پایلې سبا اعلانیږي

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د ازموینو ملي اداره داسې مهال سبا (د وږي ۱۳مه) د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلو له اعلانه خبر ورکوي چې یو شمېر نجونې لا هم په دې ازموینه کې د ګډون په تمه وې.

د یادونې ده، د ۱۴۰۲لمریز کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه پیل او د وږي په درېیمه پای ته ورسېده، ۹۵ زره هلکانو په‌کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال په کانکور ازموینه کې نجونو هم ګډون درلود.

د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبې) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ۱۴۰۲ کال د عمومي کانکور پایلې به سبا (دوشنبې د وږي ۱۳مه) لس بجې اعلان شي.

هغه نجونې چې غوښتل یې د ۱۴۰۲ کال په کانکور کې ګډون وکړي؛ لا هم په دې ازموینه کې د ګډون په تمه وې.

د کابل د زمان‌خان کلا اوسېدونکې هاجره وايي: «په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره مې ډېر لګښتونه وکړل، انرژي مې مصرف کړه، شپې مې په ویښه تېرې کړې او اوس هم هیله لرم چې له موږ ازموینه واخیستل شي.»

دغې نجلۍ هیله درلوده چې د طب پوهنځي ته بریالۍ او له همدې لارې نورو ښځو ته د خدمت جوګه شي.

دغه راز د کابل ښار د تایمني اوسېدونکې عایشه چې غوښتل یې د سږ کال په کانکور کې ګډون وکړي وايي: «موږ خدای ج ته هیله‌مني یو چې موږ نجونې خپلو هیلو ته چې لوړې زده‌کړې دي؛ ورسېږو او اسلامي امارت زموږ د زده‌کړو خنډ نه شي.»

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو لپاره شرایط برابر او پر مخ یې د ښوونځیو او د زده‌کړو مرکزونو دروازې پرانیزي.