Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ٧٢ ميليون افغانيو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له درېيو مخابراتي شرکتونو سره د ٧٢ ميليون افغانيو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو جوړولو تړون لاسليک کړ.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اترا ادارې تېره ورځ له افغان بیسیم، ام‌ټي‌اېن او ټي‌ټي‌اس مخابراتي شرکتونو سره د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

هغه وايي، د یاد تړون له مخې به دغه شرکتونه پنځه مخابراتي سایټونه په میدان‌وردګ، پکتیکا او نورستان کې او دوه نور سايټونه به د ننګرهار-کونړ پر لويه لار جوړوي.

سرچینه زیاتوي، دغه وزارت په پام کې لري چې نږدې راتلونکي کې د ۲۷ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۷۹ نورو مخابراتي سایټونو تړون هم له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک کړي چې ورسره به د هېواد ډېرې محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

نوموړي زیاته کړه، دغه وزارت تېر دوه کلونو کې ۵۹۱ مخابراتي سایټونه د هېواد په ګڼو سیمو کې فعال کړي او همدا راز ۱۰۰۰ هغه مخابراتي سایټونه چې یا به یې په وقفه یي ډول کار کاوه او یا يې هم هیڅ خدمات نه وړاندې کول په ۲۴ساعته ډول فعال کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د هېواد امکاناتو او شرایطو ته په کتو ټول هېواد کې مخابراتي او انټرنېټي اسانتیاوو ته د هېوادوالو د لاسرسي لپاره ژمن دی او په دې برخه کې موثر ګامونه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.