مزارشریف (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ فابریکه کې د ګاز نللیکې یوه پیپ چاودنې له امله درې کسان ټپيان او ١٤ نور مسموم شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري وایي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د دهدادي ولسوالۍ د برېښناکوټ فابريکه کې د ګاز نللیکې يو پیپ سوری شوی و چې له امله يې چاودنه رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د يادې فابريکې درې کارکوونکي ټپيان شوي دي.
وزیري زیاتوي، د پېښې ځای ته د دهدادي ولسوالۍ امنیتي مسوولين رسېدلي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
خو د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید بیا وایي، په دې پېښه کې ۱۴ کسان مسموم شوي چې د مزارشریف حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره، د مسموم شوو کسانو له ډلې یو شمېر بېرته رخصت شوي او پاتې نور به هم ډېر ژر رخصت شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن