منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:24 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یوه ښځه مړه او ۲۷ نور کسان ټپیان شوي

· 1 دقیقه لوستل · 40 کتنې

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مشکلي کمر سیمه کې د یوه لارۍ موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان شوي او یوې ښځي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبرپاڼه له مخې، ‎ یاد موټر له لوګر ولایت څخه د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته روان و چې د قرغیو ولسوالۍ په مشکلي کمر سیمه کې چپه شوی دی.

د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز ویلي چې د پېښې ټپيان یې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

ولي محمد شینواری