منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:21 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

· 1 دقیقه لوستل · 37 کتنې

کلات (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د زابل امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د شاجوی ولسوالۍ اړوند د اندړو کوټۍ په سیمه کې د کندهار ـ کابل پر لویه لار د یوه ټیلر او کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.