جلالاباد (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې او دواړو خواوو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه موټر ولاړ دي.
که څه هم د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې د تازه مېوو او سبزيجاتو د لېږد مسير له تورخمه د خوست غلام خان دروازې ته تغيیر شوی خو په جلالاباد ښار کې د ګڼو هغو لاريو مېوې په کمه بيه ليلامېږي چې له نورو ولايتو پاکستان ته د وړلو په موخه ننګرهار ته رسېدلې دي.
په تورخم کې د اطلاعاتو او کلتور لوی مدير عرفات مهاجر د وږي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم د هر ډول (مسافرو او ترانزیټ) تګ راتګ پر مخ د پاکستان له لوري تړل شوې ده.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د دروازې تر خلاصېدو پورې تورخم ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د دې لارې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ او خلک بند پاتې دي او د دروازې خلاصېدو غوښتنه کوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو مسوول شکرالله ساپي پژواک ته وويل چې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
هغه وويل: «د جګړې له امله چې د تورخم دروازه تړل شوې، دواړو خواوو ته دقیق ارقام نه دي معلوم خو د يونيم زر په شاوخوا کې لارۍ ولاړې دي.»
د ساپي د معلوماتو له مخې، که څه هم ځينې لارۍ تر ننګرهاره رسېدلې خو د نورو لاريو مسير چې له مختلفو ولایتونو يې پاکستان ته تازه مېوه او سبزي لېږدوله، د خوست غلام خان ته تغيیر شوی او د مېوو خرابېدو او د سوداګرو د زيان مخه نيول شوې ده.
د جلالاباد ښار کې ګڼې لارۍ ليدل کېږي چې تازه مېوه او سبزي يې پاکستان ته د وړو په نيت بار کړي خو اوس د لارې تړل کېدو له امله يې په کمه بيه پلوري.
د جلالاباد ښار د مېوې مارکېټ يوه دوکاندار غلامجان پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهیسې ګڼې لارۍ دغه مارکېټ ته ورځي او مېوې يې د خرابوالي په وجه په کمه بيه خرڅوي.
دی وايي چې حکومت بايد دغو موټرو ته د تګ زمينه برابره کړي.
د ننګرهار ځينو اوسېدونکو په ټولنيزو شبکو کې کمپاين پيل کړی چې عام خلک د دغو مېوو اخیستو ته تشويق کړي.
سميعالله نيازی يو له دغو کسانو دی چې پر خپله فېسبوکپاڼه يې خلک د تازه مېوو اخیستو ته تشويق کړي دي.
نوموړي ليکلي: «د ختيځ زون درنو ولسونو! د جلالاباد مېوې منډوي کې د مېوو او سبزيجاتو لسګونه ټېلر ولاړ دي؛ خپل حاصلات په نيمه بيه واخلئ او له خرابېدو يې وژغورئ، خپلو بزګرانو، او تجارانو ته لاس ورکړئ.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي، دوی هم درک کوي چې د دروازې له تړلو سره دواړو غاړو ته عام خلک متضرره کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې له خپلو اړوند اداراو يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.
Views: 213
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن