مزارشریف (پژواک، ١٩ وږی ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې شاوخوا درې زره کسان په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې دي.
د بلخ ولایت د جامو ګنډلو صنف اتحادیې رییس شېرمحمد سلطاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونې فعاليت لري چې له ډلې یې ۳۰ کارخونې د ښځو له خوا مدیریت کېږي.
د نوموړي په وینا، په دغو کارخونو کې ۳۰۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې ډېر یې ښځې دي.
سلطاني دغه راز له هېوادوالو غواړي څو له دوی د ملاتړ په موخه له افغاني تولیداتو استفاده وکړي.
د یوې کارخونې مسوول نذیراحمد داوودي وایي چې خپله کارخونه کې د ماشومانو جامې، جمپر او نور توکي تولیدوي.
نوموړی دغه راز زیاتوي چې خپل تولیدات د بلخ ترڅنګ کابل او یو شمېر نورو ولایتونو لېږي.
نذیر وویل، په دې کارخونه کې يې د ۷۰ ښځو په ګډون ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نذیر دغه راز د برېښنا لوړه بیه او ډېره مالیه د خپل کاروبار پر وړاندې له مهمو ننګونو بولي او له حکومته یې د کمولو غوښتنه کوي.
بل لور ته د دغو کارخونو کارکوونکې هم خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د یادو کسانو له ډلې فریدې پژواک ته وويل چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د جامو ګنډلو په دې کارخونه کې کار پیل کړی دى.
فریده خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او زیاتوي: «دلته هم کار زده کوم او هم له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي مشکلاتو په حل کې همکاري کوم.»
دغه راز د مژګان په نوم يوې بلې نجلۍ وويل چې د پوهنتون له تړل کېدو وروسته یې خیاطي ته مخه کړې ده.
مژګان زیاته کړه چې له دې لارې کولای شي د ځان او کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي.
په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د پراختیا مدیر سید وحید ایوبي وایي، دغه ریاست هڅه کوي څو د صنعتي کارخونو په غوښتنه د برېښنا بیه له سوداګریزې کټګورۍ صنعتي کټګورۍ ته واړوي.
ایوبي دغه راز زیاتوي، دغه ریاست هڅه کړې څو د کارخونو د ماشینونو او خامو توکو د وارداتو برخه کې ګمرکي محصول هم کم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په دغه ولایت کې یوې ښځې د غالۍ اوبدلو کارخونه کې ۳۰۰ نورو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن