[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د پخواني حکومت د سولې پلاوي مشر ادعا کړې چې سرپرست حکومت د یو شمېر بهرنیو علماوو په غوښتنه د نجونو زدهکړې ځنډولې خو افغان چارواکي وايي، د نجونو زدهکړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه به له شرايطو سره سم هواره شي.
د پخواني حکومت د سولې پلاوي مشر معصوم ستانکزي د وږي په ۱۹مه په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي، د اسلامي نړۍ علماوو افغانستان ته په دې هیله سفر کړی و څو د اسلامي اصولو په رڼا کې سرپرست حکومت وهڅوي چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم مانع نه شي؛ ځکه دا شرعي امر دی.
هغه ادعا کړې، کله چې د علماوو دغه ډله افغانستان ته رسېږي، په هماغه ورځ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند اړوند یو درې کسیزه پلاوی د مولوي صلاح الدین ایوبي په مشرۍ کابل او کندهار ته سفر کوي.
ستانکزي زیاتوي چې دغه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته ویلي، که چېرې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي نو «تباه به شي».
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د معصوم ستانکزي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تل یې ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
د یادونې ده، په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو ثانوي او لوړې زدهکړې وځنډولې خو ویلي یې دي چې په دې برخه کې پر یوه مناسبه طرحه کار کوي.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و، له افغان چارواکو سره یې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو د کار په اړه خبرې کړې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، د دوی د پلاوي د سفر موخه دا ده څو سرپرست حکومت وهڅوي چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د ښځو د کار مخه ونه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د نجونو زدهکړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه به له شرايطو سره سم هواره شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP