پلعلم (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د راتلونکو درېیو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.
نائبخېل زیاته کړه چې د یادو شبکو له جوړیدو سره به شاوخوا نهه سوه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، د ازرې ولسوالۍ لسګونو وزګارو ځوانانو ته په یادو پروژو کې د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالستار پژواک ته وویل، اوسمهال په ازرې ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ډيری کورنۍ له چینو او کاریزونو ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، که چیرې په ازره ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دغه شبکې بیا ورغول شي د ډېرو خلکو د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه به هواره شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د لوګر په مرکز پلعلم، برهکي برک او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو اته شبکې جوړې شوې دي چې اوسمهال ترې زرګونه کورنۍ ګټه پورته کوي.
Views: 267
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن