کابل (پژواک، ۲۴ وږي ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې د تورخم دروازه چې لس ورځې مخکې تړل شوې وه، نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د افغانستان ملي تلوېزیون په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ننګرهار ځایي چارواکو ویلي و چې پاکستان هوکړه کړې ده چې د جمعې په ورځ د سهار په اتو بجو د تورخم دروازه پرانیږي.
د تورخم دروازه لس ورځې مخکې (د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ) د پاکستان له خوا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له یوې نښتې وروسته وتړل شوه.
د ننګرهار ولایت مسوولینو هم ویلي وو چې دوی هلته یوه پخوانۍ پوسته ترمیموله چې پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې، خو پاکستان ادعا کړې چې لومړۍ ډزې افغان لوري کړې وې.
د تورخم کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب ویلي چې نن د جمعې په ورځ د سهار اته بجې به تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ د پاکستان له لوري پرانیستل شي.
د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او دواړو لورو لاریونونه هم وکړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP