منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ وږي ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې د تورخم دروازه چې لس ورځې مخکې تړل شوې وه، نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

د افغانستان ملي تلوېزیون په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ننګرهار ځایي چارواکو ویلي و چې پاکستان هوکړه کړې ده چې د جمعې په ورځ د سهار په اتو بجو د تورخم دروازه پرانیږي.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې (د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ) د پاکستان له خوا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له یوې نښتې وروسته وتړل شوه.

د ننګرهار ولایت مسوولینو هم ویلي وو چې دوی هلته یوه پخوانۍ پوسته ترمیموله چې پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې، خو پاکستان ادعا کړې چې لومړۍ ډزې افغان لوري کړې وې.

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب ویلي چې نن د جمعې په ورځ د سهار اته بجې به تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ د پاکستان له لوري پرانیستل شي.

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او دواړو لورو لاریونونه هم وکړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست