پاراخ (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې په لومړي ځل د دغه ولایت ۱۲۴۴ کرېټ زمرد په قانوني ډول د هېواد دننه وپلورل شول.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرتالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لومړي ځل لپاره ۱۲ سوه او ۴۴ کریټ د زمردو قیمتي ډبرې په دغه ولایت کې په قانوني ډول استخراج شوې دي.
هغه زیاته کړه چې له استخراج وروسته، دغه ډبرې د استخراج کوونکې له لوري د پنجشېر او د هېواد د ځینې نورو ولایتونو ۱۵۰ ملي سوداګرو ته د داوطلبۍ په ډول وړاندې شوې چې بلاخره د ۲۴ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه چې له دې مخکې د پنجشېر قیمتي ډبرې په ځانګړې توګه زمرد په غیرقانوني ډول له هېواده بهر قاچاق کېدل او په پېر او پلور کې یې پراخ فساد شتون درلود.
ملکزاده دولت ته د مالیاتو د ورکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «له دې مخکې یعنې په تېر حکومت کې د قیمتي ډبرو د استخراج له سلو پنځه سلنه مالیات حکومت ته ورکول کېدل؛ ځکه استخراج یې هم غیرقانوني و، خو اسلامي امارت دغه مالیات لس سلنه کړې ده.»
د پنجشېر د اطلاعات او کلتور رییس په دې اړه چې دغه زمرد د چا له لوري استخراج شوي، جزییات ورنه کړل، خو ویلي یې دي چې یاد زمرد په روانه اونۍ کې استخراج شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د کانونو د استخراج کار په ټپه ولاړ و خو د یاد ولایت د کانونو ریاست د روان کال د زمري په لسمه د یوې غونډې په ترڅ کې رسما د کانونو فعالیت پیل او د هغو استخراج یې بېرته داوطلبانو ته ورکړ.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال پنجشېر کې د زمرد ۷۰۰ کانونه شته چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال او پاتې نور یې غیرفعال دي او ډیری دغه کانونه د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري، د پنجشېر زمرد چې روښانه زرغون رنګ لري، له نړۍوال شهرت برخمن دي او نړۍ کې یو له قیمتي او ارزښتناکو ډبرو شمېرل کیږي.
Views: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن