فیضاباد (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتې حوزې مربوطاتو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورلګېدنه نن له غرمې مخکې د فیضاباد د نوي ښار د اخرګلدان سیمه کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په یاده اورلګېدنه کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د دوو هټیو ټول توکي سوځېدلي دي.
هغه زیاتوي، په یاده پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی، د اور وژنې ډله سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او نورو هټیو ته یې د اور له غځېدو مخنیوی کړی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن