غزنيښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د غزني سیمهییزمسوولین وايي چې د دودیزو لوبو د ودې او پراختیا په موخه د دغه ولایت د مرکز په ګډون د څلورو ولسوالیو ترمنځ د نیزې وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د څلورو ولسوالیو، اندړ، دهیک، واغظ او ګیرو پنځو ټیمونو له ډلې ټول ۳۶ اسسپرو ګډون کړی و.
دی وایي چې دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د یوې ورځې لپاره د غزني د مرکز اړوند د قلاتي او زرګرو دښتي په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
په دغه پروګرام کې د غزني ولایت د ورزش مسوولینو او ګڼ شمېر نور غزنيمېشتو نندارچیانو حضور درلود.
نندارهکوونکو دا تاريخي او افغاني لوبه ډېره پخوانۍ یاده کړه او د هغې د نړۍوال کـېدو غوښتنه یې وکړه.
احمدشاه چې د دې لوبې په کتلو خوښ دی، پژواک ته وويل، له يوې خوا خلکـو ته ښه مېله ده او له بلې خوا دلته راتلونکي تنکي ځوانان له خپلې کلتوري او تاريخي لوبې سره اشنا کېږي.
دی وایي، دې لوبې ته بايد وده ورکـړل شي او نورو هېوادونو ته لوبغاړي ولېږدول شي څو په لویه کچه بریاوې راوړي.
د سیالیو په پای کې د ګيرو ولسوالۍ لوبډلې لومړی، د اندړو ولسوالۍ لوبډلې دویم او د دهیک ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړل چې غوره لوبډلو ته مډالونه او د اتلولۍ جایزې ورکړل شوې.
د یادوني ده، نیزه وهنه یا سانګه د افغانستان تاريخي او دوديزه لوبه ده چې د هېواد په سوېلختيځ زون غزني کې ډېر مينهوال لري.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن