ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د پیازو حاصل ټولولو فصل؛ بزګر: د سړو خونو نشتوالي له امله محصولات په ټيټه بیه پلورو

تخار کې د پیازو حاصل ټولولو فصل؛ بزګر: د سړو خونو نشتوالي له امله محصولات په ټيټه بیه پلورو

author avatar
18 Sep 2023 - 18:12
تخار کې د پیازو حاصل ټولولو فصل؛ بزګر: د سړو خونو نشتوالي له امله محصولات په ټيټه بیه پلورو
author avatar
18 Sep 2023 - 18:12

تالقان (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): تخار ولایت کې ځیني بزګر وایي چې د مناسب بازار او سړو خونو د نشتوالي له امله اړ دي چې یو من پیاز په ۵۰ افغانۍ وپلوري.

د هغوی په خبره، همدا پیاز له څو میاشتو وروسته له پاکستانه هېواد ته راځي او تر ۶۰۰ افغانیو پورې د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي، دغه بزګر له حکومت غواړي چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

تخار د هېواد په شمال خټیځ کې یو کرنیز ولایت دی چې پیاز د دغه ولایت یو له کرنیزو محصولاتو څخه دي او بزګر له دې لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي.

یوه کروندګر حمید‌الله که څه هم سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر حاصلات لاسته راوړي او شاوخوا په دوه جریبه ځمکه یې پیاز کرلي وایي، سره قیمته ده، کارګر په کمو پیسو کار نه کوي.

هغه زیاته کړه: «میاشتې میاشتې له خپلې کورنۍ سره خواري کاږم څو ښه حاصلات ترلاسه کړم، خو سږ کال د مناسب بازار او د سړو خونو نشتوالي له امله یو من پیاز په ۵۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال یو من پیاز مو تر ۱۷۰ افغانیو پلورل، سږ کال د مناسب بازار نشتوالي له امله نشو کولای د خپل شوي لګښت یوه برخه هم پوره کړو.»

د تخار د خطایانو سیمې یو بزګر محمدطاهر چې پر یو جریب ځمکه یې پیاز کرلي، وایي چې د پیازو حاصلات ډېر دي خو د مناسب بازار نشتوالي له امله یو من پیاز په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «همدا پیاز بازار کې په ارزانه بیه اخیستل کېږي، بیا پاکستان ته لېږدول کېږي چې هلته له څو میاشتو ساتلو وروسته بېرته افغانستان ته راځي، بیا هغه مهال خلک یو من پیاز په ۵۰۰ تر۶۰۰ افغانیو اخلي.»

هغه له حکومته د سړو خونو جوړولو او بازارموندنې غوښتنه کوي.

یو بل بزګر عبدالاحمد وایي چې د ډېرې خوارۍ په ګاللو سره، د بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې و نه شي کولای خپل شوی لګښت بېرته ترلاسه کړي، هغه هم دې برخه کې د حکومت پاملرنه غواړي.

په ورته وخت کې، د تخار د کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر عبدالاعلا رادمرد وایي، سږ کال دغه ولایت کې په پنځه زره هکتاره ځمکه کې پیاز کرل شوي چې اویا زره ټنه پیاز به ترې لاسته راشي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښیي.

د هغه په خبره، تېر حکومت کې ۳۰۰ سړې خونې په مرکز او ولسوالیو کې جوړې شوې، بزګر کولای شي چې خپل حاصلات په کې وساتي او حکومت به له بزګرو سره په بازار موندنې کې هم همکاري وکړي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.