ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په‌ تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ګډون‌والو اندېښنې او غوښتنې

د افغانستان په‌ تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ګډون‌والو اندېښنې او غوښتنې

author avatar
20 Sep 2023 - 19:49
د افغانستان په‌ تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ګډون‌والو اندېښنې او غوښتنې
author avatar
20 Sep 2023 - 19:49

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ګډون‌والو له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او په یوه ټول‌شموله اداره د دغه هېواد د سرپرست حکومت پر بدلولو د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه غونډه نن د سپټمبر په ۲۰مه تر سره شوه.

راپورونه ښيي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې «په یوه ټول‌شموله اداره د سرپرست حکومت بدلول چې د ټولنې ټول اقلیتونه په منصفانه ډول په‌کې ژوند وکړي» د یوه باثباته افغانستان لپاره لار هواروي.

د هغه په ​​خبره، د افغانستان خلک له نيمې پېړۍ راهيسې په سختۍ کې ژوند کوي او سياسي انګېزو ته له پاملرنې پرته، مرستو او بشري ملاتړ ته اړتيا لري.

دغه راز د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملانی جولي په دې غونډه کې په «افغانستان کې له ټولنې‎ د ښځو او نجونو پر ګوښه کولو نیوکه کړې او ویلې یې دي چې د ښځو حقونه، بشري حقونه دي او د «مذاکرې» وړ نه دي.

د قطر امیر، تمیم بن حمد آل‌ثاني په دې غونډه کې ویلي چې د دوحې د «هوکړه‌لیک» د مراعاتولو لپاره د نړۍوالو هڅو همغږۍ ته دوام ورکوي څو یوه بشري ناورین ته د افغانستان له بېرته تلو چې مخینوی بیا ستونزمن دی یا د «ترهګرو» ډلو پر یوه خوندي پټنځای د دغه هېواد له بدلېدو مخنیوي وشي.

هغه زیاته کړه چې قطر هڅه کوي څو د افغانستان خلک له نړۍوال ملاتړ، مرستو، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د اقلیتونو او د ښځو د زده‌کړې او کار له حقونو برخمن شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د دې غونډې په څنډه کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات نجونې په کم عمره واده کولو ته اړ کوي، د دوی راتلونکې له منځه وړي او په هغه هېواد کې وضعیت نور هم خرابوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسامبله کې ویلي، تهران په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او «د ټولو قومونو، اقلیتونو او مذهبونو د حقونو پر رعایتولو» ټینګار کوي.

رییسي په یو شمېر هیوادونو کې د قران‌کریم سوځولو او د زده‌کونکو لپاره پر حجاب بندیز لګولو ته په اشارې زیاته کړې، له اسلام سره دښنمي او فرهنګي اپارتاید د معاصر انسان د پرمختګ ښکارندويي نه کوي.‎

د ایران د ولسمشر په وینا، د دغو کرکجنو کړنو تر شا لوی پلانونه موجود دي ‎چې د تقلیل بیان یې د ازادۍ په مقوله ګمراه کوونکی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګرو ملتو د ۷۸مې غونډې په څنډه کې په لیدنه کې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې لپاره د همغږۍ د زیاتولو او په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو ناستو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د ایران د ولسمشرۍ دفتر لیکلي چې دوی په افغانستان کې د «ترهګرو د شتون او فعالیت» په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو په چارو کې یې د «بهرنیانو» نه لاسوهنه او د باثباته امنیت رامنځته کول اړین بللي دي.

د راپورونو له مخې، ‎د یادې غونډې په پای کې د المان، بلجیم، البانیا، کیپ‌ورد، کوسټاریکا، کرواسیا، ډنمارک، فرانسې، لوګزامبورګ، لیختن‌اشټاین، مالتا او اسپانیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزي تر عنوان لاندې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې وغوښتي څو د ښځو او نجونو پر کار، زده‌کړو او ازادیو لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې په تدریجي ډول د یو لړ فرمانونو له لارې له عمومي ژونده ایستل شوې دي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د دامداره سولې، ثبات او سوکالۍ ټینګښت لپاره د ښځو، نجونو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو په بشپړ ګډون سره یوه ټول‌ګډونه ‎سیاسي بهیر ته اړتیا ده.

اسلامي امارت تراوسه د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلي د دغې اعلامیې او د غونډې د ګډون‌والو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې څو ځله ټینګار کړی چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

دغه راز اسلامي امارت ویلي چې له شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو د فعالیتونو ځنډول دایمي نه دي او دغه ستونزه د شریعت په چوکاټ د شرایطو له برابرېدو وروسته حلیږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.