جلالاباد (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): ننګرهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې اتو پروژو چارې بشپړې شوې.
د مسوولينو په وینا، په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، د استنادي ديوالونو جوړول او د نوو فرعي سړکونو جوړول او ترميم شامل دي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمتالله مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په کوټ ولسولۍ کې د بيارغونې اتو پروژو کارونه بشپړشول.
هغه زياته کړه، دغه پروژې د کوټ ولسوالۍ په قاسمخېلو، دواني، بهايخېلو، هندراني، کوز باراخېل، پنځه چنارونو، ودانه او سعادت کليو کې د دغه ریاست په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر يا UNOPS ادارې د ۱۳ میلیونه او نهه سوه زره افغانیو په لګښت ترسره شوې.
د مولوي مبارز د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو چارې چې په کې د ۳ اعشاريه ۵ کيلومټره سړکونو ترميم او جوړول، د ۱۱ اعشاريه ۵ کيلومټره کانالونو جوړول او پاکول، د ۱ اعشاريه ۵ کيلومټره استنادي دیوالونو او ۹۶ متره کالونو په پاخه ډول جوړل شامل دي، د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ ترسره شوې دي.
هغه وايي، د دغو پروژو د کارونو ترسره کولو کې ۸ سوه او ۴۴ ماهرو او غېر ماهرو کارګرو ته چې ټول د همدغو سيمو اوسېدونکي وو، د کار زمينه هم برابره شوې وه.
د سېمی سپین ږیرو او ځوانانو دا پروژې د خپلې سيمې لپاره ځکه ګټورې بولي چې هم يې سيمه اباده شوه او هم يې ځوانانو ته د لنډمهال کار زمينه برابره شوې وه.
د کوټ ولسوالۍ د کوز باراخېلو سيمې يو اوسېدونکي ملک ادروګل پژواک ته وويل، دا ډول پروژې د خلکو لپاره ډېرې ګټورې دي، ځکه هم سيمه ورسره ابادېږي او هم ځوانانو ته په کې د کار زمینه برابریږي.
هغه زياتوي چې د دغو کانالونو او استنادي دېوالونو په جوړېدو سره ډېره کرنيزه ځمکه له سېلابونو وژغورل شوه او هم ورته د خړوبولو زمينه برابره شوه.