اسعداباد (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د کونړ پېچ درې ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت یو پل جوړوي او نن یې عملاً کارونه پیل شول.
د یادې سیمي قومي مشر او دیني عالم مولوي لطیفالله حمید پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ د سیمې پُل چې پخوا زمانو کې له لرګیو جوړ شوی، ډېر خراب شوی و، دغه پُل پنځه لوی کلي لکه وډي ګرام، ریچلام، قندارو، ناټيګرام او کلیمو د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.»
هغه زیاته کړه چې تر اوسه حکومت د دغه پله جوړېدو لپاره اقدام نه دی کړی، خو اوس خلک اړ شول یاد پل په خپل لګښت جوړ کړي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه يې شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.
خو د ده په خبره چې دغه پُل شاوخوا درېنیم میلیون افغانیو لګښت ته اړتیا لري.
د ګروو کلي یو بل اوسېدونکی همیم تلوار وایي، په سیمه کې یې د لرګیو ډېر پخوانی او زوړ پُل شتون لري خو په وینا يې چې اوس يې لرګي وراسته شوي وو او د نړېدو له ګواښ سره مخ و.
هغه له حکومته وغوښتل چې د دغه پله په جوړېدو کې مالي مرسته ورسره وکړي.
د کونړ د ټولګټو رییس قاري قدرتالله معاذ پژواک ته وویل، په ګروو سیمه کې د پُله جوړېدل د خلکو اړتیا ده او په وینا یې چې حکومت به هم له خلکو سره د دغه پله په جوړولو کې د توان په اندازه مرسته وکړي.
هغه وایي، له مرکزي حکومت سره یې په کونړ کې د نوو پلونو جوړېدو اړتیا شریکه کړې او ډاډ یې ورکړی چې ژر به دغه ستونزه حل شي.
د یادونې ده، کونړ یو غرنی ولایت دی چې هره سیمه يې د پلونو په وسیله له مرکز سره وصل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن