Language

بغلان کې قومي مشران: حکومت دې د قومونو ترمنځ د واټن ختمولو لپاره هڅې ډېرې کړي

پلخمري (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): بغلان کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت لسګونو قومي مشرانو او دیني عالمانو له حکومته د قومونو ترمنځ واټن له منځه وړلو او خپلو ستونزو ته د رسېدوغوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې نن د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي یې او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو ګڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

د اندراب درې ګونو ولسوالیو په استازیتوب مولوي جمیل‌الرحمن غونډې ته وویل چې اندراب کې تېر شل کاله امنیت نه و، اوس سرتاسري امنیت ټینګ شوی او د اندراب سېمې «بدنامولو هڅې» مخه دې ونیول شي.

د بورکې ولسوالۍ خلکو په استازیتوب شیخ سراج‌الدین باهر وویل، افغانانو د خپل مینځي نفاق له امله خپلواکي له لاسه ورکړې وه، قومونو ترمنځ واټن وروستي حد ته رسېدلی و خو اوس یې د یو ځای کېدو او یووالي وخت دی حکومت دې د ولسونو ترمنځ د یووالی پیاوړي کېدو زمینه برابره کړي.

login or register a new account.