پلخمري (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): بغلان کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت لسګونو قومي مشرانو او دیني عالمانو له حکومته د قومونو ترمنځ واټن له منځه وړلو او خپلو ستونزو ته د رسېدوغوښتنه وکړه.
دغه غونډه چې نن د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي یې او د دغه ولایت له بېلابيلو ولسواليو ګڼ شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.
د اندراب درې ګونو ولسوالیو په استازیتوب مولوي جمیلالرحمن غونډې ته وویل چې اندراب کې تېر شل کاله امنیت نه و، اوس سرتاسري امنیت ټینګ شوی او د اندراب سېمې «بدنامولو هڅې» مخه دې ونیول شي.
د بورکې ولسوالۍ خلکو په استازیتوب شیخ سراجالدین باهر وویل، افغانانو د خپل مینځي نفاق له امله خپلواکي له لاسه ورکړې وه، قومونو ترمنځ واټن وروستي حد ته رسېدلی و خو اوس یې د یو ځای کېدو او یووالي وخت دی حکومت دې د ولسونو ترمنځ د یووالی پیاوړي کېدو زمینه برابره کړي.
هغه وویل، مسوولین باید خلک خپل وګڼي، د تېر حکومت سهوه دې نه تکراروي، قومي مشرانو عزت ته دې پام ډېر شي، د دې ولسوالۍ خلکو ته دې سړکونه، کلینیکونه، او مدرسې جوړ شي.
د سرحدونو، قبایلو او قومونو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق عابد وویل هم په دغه ناسته کې وویل، حکومت د ټول هېواد وګړو ته د اسانتیاوو برابرولو مسوولیت لري او د هغوی غوښتې به تر اړوندو چارواکو رسوي.
هغه دغه راز وویل، افغانستان له نيمې پيړۍ جګړو راوتلی، د جوړولو لپاره يې ډير کار او زيار ته اړتيا ده.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د بيارغونې او اقتصادي ودې لپاره سترې پروژې پيل کړې، ولس ته په کار ده چې د پروژو په تطبیق کې له امارت سره همکار پاتې شي او ملاتړ یې وکړي.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني هم وویل: «ستاسو ټولې نیوکې او غوښتنې پر ځای دي، موږ دولتي مسولین باید د خلکو خبرې او غوښتنې واورو، ستونزو ته یې تر خپله وسه رسېدنه وکړو، ژمنه کوم چې حکومت به ټولو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.»
یو شمېر نورو قومي مشرانو هم له حکومتي استازو د قومونو ترمنځ واټن لرې کولو، یووالي او په سېمو کې یې د انکشافي پروژو پلې کولو غوښتنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









