Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ماین چاودنې دوه کسان وژلي  

میمنه (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی‎.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ماښام د ګرزیوان ولسوالۍ د غلبیان سیمې په تیوه‌کلان ساحه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوو کسانو چې یو ۱۷ او بل ۱۲ کلن و، په یاده سیمه کې د څاریو څرولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.‎

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې دغه ماین له تېرو جګړو پاتې و.

بلخوا، د فایاب د ولایتي شورا پخواني مرستیال صبغت‌الله سېلاب ویلي چې په یاده چادونه کې د ده وراره ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.