ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د جګړې او ناخوالو فصل تېر دی، اوس د یووالي باب پرانیستل شوی

حقاني: د جګړې او ناخوالو فصل تېر دی، اوس د یووالي باب پرانیستل شوی

author avatar
29 Sep 2023 - 13:51
حقاني: د جګړې او ناخوالو فصل تېر دی، اوس د یووالي باب پرانیستل شوی
author avatar
29 Sep 2023 - 13:51

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، له هېواد بهر افغانان دې بېرته راستانه شي، د جګړې او ناخوالو فصل تېر دی او اوس د یووالي باب پرانیستل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني پنجشېر ولایت ته تللی او هلته یې له چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.

حقاني ویلي، نیمه پېړۍ د افغانانو د کړاوونو تر شا د بهرنيانو لاس و خو دا ثابته شوه چې ولس هر وخت یو موټی دی.

هغه زیاته کړې، اوس د مرحمت، وحدت او ورورولۍ ورځې دي، د جګړې او ناخوالو فصلونه تېر دي او اوس د یووالي باب پرانیستل شوی دی.

حقاني زیاته کړې، د افغانانو د ستونزو حل په موخه له هېواده تللو افغانانو غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

نوموړي په یاده لیدنه کې ویلي: «موږ تاسو خپل وروڼه بولو او تاسو ته مو د اباد، ازاد او ویاړلي افغانستان پیغام راوړی.»

  د پنجشېر والي حافظ ‌محمداغا حکیم هم په دغه غونډه کې ویلي: «دا د شل کلنې قربانیو پایله ده چې خلک له لسګونو ګوندونو څخه یوه ګوند ته او له لسګونو بیرغونو څخه تر یوه سپین بیرغ لاندې سره راټول شوي دي.»

هغه ویلي، اسلامي امارت هره ورځ د ویاړ او سيال افغانستان لپاره لاره هواره کړې، امنیت تامین او پولې خوندي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.